دفاع وزارت: کندز کې د طالبانو پر یوه زندان عملیاتو کې ۱۲ وسله‌وال ووژل شول

په کندز کې د وسله‌والو طالبانو پر یوه زندان د کمانډو ځواک عملیاتو په اړه د دفاع وزارت له لوري خپور شوی انځور

د افغانستان دفاع وزارت په کندز کې د وسله‌والو طالبانو پر یوه زندان د کمانډو ځواک په عملیاتو کې د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه عملیات تېره شپه د کندز ښار په قوش تپه کې شوي چې په نتیجه کې یې د ۱۲ وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو ترڅنګ ۸ تنه نور نیول شوي دي.

د عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو له زندانه د ۵ کسانو د خوشې کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه تبصره نه‌ده کړې.

تېره اوونۍ د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې هم د طالبانو له یوه زندانه د کمانډو ځواک په عملیاتو کې د ۴۱ بندیانو د خوشې کېدو راپور ورکړل شوی و.