پامیر قول اردو: کندز کې د طالبانو د یوه سرګروپ په ګډون ۱۶ تنه ووژل شول

ارشیف، د افغان ځواکونو هوايي حمله

د ۲۱۷ پامیر قول اردو د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو ته د درنې مرګ‌ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

د دې قول اردو له‌خوا پرون یکشنبه ناوخته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امام صاحب ولسوالۍ اړوند قنچغه سیمه کې د طالبانو د راټولېدو پر ځایونو په هدفي هوایي بریدونو کې د حمزه په نوم د دې ډلې د یوه سرګروپ په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې د دغو هوایي عملیاتو په نتیجه کې د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات او درې قرارګاوې بشپړ تخریب شوې دي.

پامیر قول اردو دغه‌راز وایي چې په دغو عملیاتو کې ولسي خلکو ته زیان نه‌دی رسېدلی. طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.