جو بایډن: پر پوتین به فشار راوړم چې د بشري حقونو درناوی وکړي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، دی به پر خپل سیال د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین چې کله ورسره په جون کې ګوري، فشار راوړي چې د بشري حقونو درناوی وکړي.

ټاکل شوې چې دواړه ولسمشران د جون په ۱۶مه د سویس په جنوا ښار کې سره وګوري. دغه کتنه داسې مهال ترسره کېږي چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ کړکېچ په دې وروستیو کې لازیات شوی دی.

ولسمشر بایډن پرون یکشنبه په جګړو کې د وژل شویو امریکایانو یاد ته د درناوي د ورځې چې د میموریال د ورځې په نوم هر کال د مې په ۳۰مه په ټوله امریکا کې لمانځل کېږي، په مناسبت وینا کې وویل، دی په راتلونکو دوو اوونیو کې په جنوا کې له ولسمشر پوتین سره ګوري او دا به ورته واضح کړي چې موږ به بې‌تفاوته پاتې نه‌شو چې دی دې دغه بشري حقونه تر پښو لاندې کړي.

سپینې ماڼۍ د تېرې جمعې په ورځ وویل چې د دواړو مشرانو ترمنځ دغه کتنه به په ټاکلي وخت ترسره شي.

د بایډن ادارې د سایبري حملو ترڅنګ د کرملېن د کلک منتقد الکسي ناوالنۍ د زنداني کېدو په خاطر هم پر روسیې انتقاد کړی دی.