ټسلا کمپنۍ چې د الکترونیک موټرو مخکښه کمپنۍ ده، په خپلو درېیم او «Y» ماډلونو کې کمرې نصبوي چې د خپلو چلوونکو تېروتنې وڅاري.
د سياېنبيسي د راپور له مخې، دا کمرې چې د چلوونکي مرستیالانې ګڼل کېږي، په هغه صورت کې چلوونکي ته خبرداری ورکوي چې له لارې او موټر چلولو څخهیې پام په بله واوړي.
د دغو کمرو د دقت د زیاتېدو لپاره د ټسلا موټرونو پر شټرنګ سېنسورونه نصب کېږي چې وښيي چلوونکی څومره موټر سم چلوي.
ټسلا دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې په امریکا کې یې یو بېچلوونکی موټر ټکر شو او د امریکا او چین د حکومتونو له لوري دې کمپنۍ ته خبرداري ورکړل شول.