د اسرائیل او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو قاهره کې ولیدل

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګابي اشخېنازي د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شوکري سره غونډه کې

د اسرائیل او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو په قاهره کې لیدلي.

دوی له حماس سره د سولې د تړون په غښتلتیا او د غزې په بیا رغولو بحث کړی دی.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شوکري په یوه بیان کې ویلي دا خبرې په غزه کې د اوربند او د سولې د ټينګښت لپاره د مصر د دوامداره او نه ستړې کېدونکو هڅو په لړ کې شوي.

د اسرائیل له بهرنیو چارو وزیر ګابي اشخېنازي هم قاهرې ته تر سفر مخکې په یوه ټویټ کې ویلي و چې دی به له حماس سره د دایمي اوربند په مسئله بحث وکړي او هم به په دې غږېږي چې څنګه د بشري مرستو لپاره یوه تګلاره جوړه شي.

د مصر دولتي ټلوېزیون ویلي چې د دغه هېواد د ولسمشر عبدالفتاح السیسي له‌خوا د استخباراتو رئیس عباس کمال تل‌ابیب ته استول شوی څو د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره وغږېږي. عباس کمال به رام‌الله ته هم ځي څو له فلسطیني چارواکو سره خبرې وکړي.

د مصر، امریکا او ځینو نورو هېوادونو په منځګړیتوب د حماس او اسرائیلو ترمنځ ۱۱ ورځنۍ سختې جګړې د مې په ۲۱مه ودرېدې.

په دغو بریدونو کې تر ۲۵۰ فلسطینیان چې په‌کې تر ۱۳۰ زیات ملکیان او ماشومان دي ووژل شول. د اسرائیلو خوا ته د ۱۳ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی.