کورنیو چارو وزارت: طالبانو تېره یوه میاشت کې نږدې ۲۵۰ ملکیان وژلي

ارشیف، کابل کې پر یوه بس چاودنه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي طالبانو په تېره یوه میاشت کې نږدې ۲۵۰ ملکیان وژلي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په یوه استولي پيغام کې ویلي چې د طالبانو په بریدونو کې نږدې ۵۳۰ ملکیان ټپیان شوي هم دي.

ښاغلی ارین زیاتوي: "طالبان په خپلو یرغلیزو عملیاتو کې ملکیان په نښه کوي، دا جنګي جنایت دی، په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه ملکیانو ته درانه تلفات اوښتي چې مسؤل‌یې طالبان دي."

ارین زیاته کړه چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو بریدونه ځواب کړي دي.

د ارین د دغو خبرو په اړه تر اوسه خپلواکو سرچینو څه تبصره نه‌ده کړې.

وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه د افغان چارواکو د دې تور په اړه څه نه‌دي ويلي چې دې ډلې په یوه میاشت کې نږدې ۲۵۰ ملکیان وژلي.