د افغانستان د ښار جوړونې وزارت د پلان او پالېسۍ رئیس ووژل شو

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت د پلان او پالېسۍ رئیس عارف‌الله عارف

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت د پلان او پالېسۍ رئیس عارف‌الله عارف نن په یوه هدفي برید کې وژل شوی دی.

دا خبره د کابل امنیه قوماندانۍ تأیید کړی.

د قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې لیکلي چې د کابل د پنځمۍ ناحیې اړوند نیازبېک سیمه کې نامعلومه وسله‌والو په عارف‌الله عارف ډزې کړي.

یو بل کس هم په دې برید کې ټپي شوی دی.

د ښار جوړونې وزارت هم په یوه اعلامیه کې د عارف‌الله عارف په وژنې خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې دا د انسانیت ضد عمل غندي.

اخوا په فراه ولایت کې هم د دارالمعلمین یو استاد د وسله‌والو غلو له‌خوا وژل شوی دی.

د فراه د ولایتي شورا رئیس دادالله قانع رسنیو ته ویلي چې وسله‌وال غله نن سهار د عبدالناصر فطرت په نوم د فراه د دارالمعلین استاد کور ته ورننوتي او ډزې یې پرې کړي او مړ کړی یې دی.

قانع ویلي غلو غوښتل د هغه موټرسایکل ترې یوسي.