د پاکستان د اپوزېسیون ګوندونو ګډ ائتلاف بیا د مظاهرو او غونډو اعلان وکړ

ارشیف، د پاکستان کوېټه کې د پي ډي اېم یوه مظاهره

د پاکستان د اپوزېسیون ګوندونو ګډ ائتلاف (پي ډي اېم) یو وار بیا د حکومت ضد د مظاهرو او غونډو اعلان کړی.

دغه ائتلاف ویلي لومړۍ غټه مظاهره به د جولای میاشت په لومړۍ اوونۍ کې په سوات کې کوي.

د مې پر ۲۹مه، تر غونډې وروسته د ائتلاف مشر مولانا فضل‌الرحمان په يوه خبري غونډه کې وویل دوی پرېکړه کړې چې د مظاهرو او احتجاجونو ترڅنګ به د حکومت د درغليو پر ضد محکمو ته هم ځي.

نوموړي زیاته کړه چې د صدراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت د خلکو مسايلو حل کولو او د چارو په مخته وړلو کې ناکامه شوی، نو ځکه‌یې پایښت ارزښت نه‌لري.

حکومتي چارواکي د اپوزېسیون مظاهرې سياسي چل ګڼي او دريځ لري چې د درغليو په قضیو کې له سزا د بچ کېدو لپاره‌یې شور جوړ کړی دی.