د افغانستان ښار جوړونې وزارت ځیني پخواني چارواکي په بند محکوم شول

ارشیف

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت پخوانۍ معینه خاطره سادات د اختلاس او تزویر په تور په څلور کاله او اته میاشتې حبس محکومه شوه.

د افغانستان سترې محکمې خبر ورکړی چې نن د اداري فساد درنو جرمونو ته د رسېدنې لومړنۍ محکمې د اختلاس او تزویر په تور د خاطرې سادات ترڅنګ د ښار جوړوونې وزارت لږترلږه پنځه نور لوړپوړي پخواني مأمورین هم محاکمه کړل.

سترې محکمې ویلي چې د حکومت دا لوړپوړي پخواني مأمورین د حبس په بېلابېلو مودو چې تر ټولو زیات‌یې څلور کاله او اته میاشتې او کم‌یې یو کال او دوه میاشتې دی محکوم شوي.

محکمې همداراز حکم کړی چې د دولت دا پخواني مأمورین باید د بېلابېلو حوالو د تزویر په خاطر نږدې ۳۰ ملیونه افغانۍ بېرته ورستنې کړي.