د بلاروس حکومت مخالفې سويتلانا تیخانوفسکایا وروسته له هغه چې دې هېواد د یوه خبریال د نیولو په خاطر د یوې الوتکې مخه ونیوله، د حکومت له مخالفانو سره د نړۍ د ملاتړ هرکلی کړی دی.
مېرمن تیخانوفسکایا په ویلنیاس کې د شنبې په ورځ خبريالانو ته وویل چې په لتوانیا او ټوله نړۍ کې د خلکو له ملاتړه ډېره خوشحاله ده.
دې وروسته پر ټويټر هم په دې اړه ولیکل. دې د خپل مېړه د نیول کېدو پر لومړۍ کالیزه لاریون جوړ کړی. د دې مېړه سیارهې تیخانوفسکایا مشهوره بلاګر دی چې غوښتل یې د بلاروس د زورواکي مشر الکساندر لوکاشینکا پر وړاندې د ۲۰۲۰م کال د اګسټ په انتخاباتو کې کاندید شي، خو پولیسو دی تر انتخاباتو مخکې ونیوه.
دی اوس هم په زندان کې دی او په انتخاباتو کې د ګډون په خاطر له نور بند سره مخامخ دی.
د بلاروس د اپوزېسیون د مشرې مېړه سیارهې تیخانوفسکایا
په ویلنیاس کې د ملاتړ په خاطر په کیف او وارسا کې هم لاریونونه وشول.
په دغو ښارونو کې د بلاروسي خبریال رامان پراتاسیویچ مور او پلار خبرې وکړې. پراتاسیویچ او د ده ملګرې د مې په ۲۳مه نېټه د الوتکې تر مخنیوي وروسته ونیول شول.
د رامان مور ناتالیا لاریون کوونکو ته وویل: "زه د اروپايي ټولنې له هېوادونو او امریکا غواړم چې د رامان او سوفیه په راخوشې کولو کې دې مرسته وکړي."
پراتاسیویچ ۲۶ کلن دی او د عامه نظم د اخلال له تور سره مخامخ دی. په دې تور دی تر ۱۵ کلونو پورې په بند محکومېدای شي.
د رسنیو د ازادۍ ائتلاف غړو د شنبې په ورځ د مې په ۲۹مه نېټه په یوه اعلامیه کې د الوتکې د مخنیوي او پراتاسیویچ د توقیف اقدام غندلی دی.
په دې اعلامیه کې راغلي چې په بلاروس کې د خپلواکو غږونو د چپ کولو په هڅو کې دا ډول اقدامات اندېښمنوونکي دي.
دا اعلامیه د ۲۱ هېوادونو حکومتونو هم لاسلیک کړې ده او له مخې یې په بلاروس کې ۴۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د اګسټ د نهمې له انتخاباتو سره په تړاو له یو نه یو ډول ځپنې سره مخامخ شوي دي.
د رسنیو د ازادۍ ائتلاف ادارې غوښتي چې پراتاسیویچ دې پرته له شرطه له نورو خبریالانو او رسنیو له کارکوونکو سره یوځای ژر تر ژره راخوشې شي.
بلاروسی خبریال رومان پراتاسیویچ او ملګرې یې
امریکا د لوکاشینکا د دې اقدام په خاطر چې د پرواز پر مهالیې د ریان ایر الوتکې مخه ونیوله، اضافي بندیزونه لګولي او د اروپايي ټولنې هېوادونو د جدي بندیزونو تهدید کړی دی.
لوکاشینکا د تېرې جمعې په ورځ د مې میاشتې په ۲۸مه په سوچي کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل. ده ویلي چې د الوتکې د مخنیوي پېښې ته د لوېدیځ هېوادونو غبرګون احساساتي دی.