په ترکمنستان کې د دولتي ادارو او شخصي کمپنیو مشرانو ته امر شوی چې د ولسمشر د پلار د مړینې د غمرازۍ لپاره خپل سرونه ورخريي.
د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف پلار میالیک قلي بردي محمدوف یو متقاعد پولیس و چې د اپرېل په ۱۸مه د ۸۸ کلنۍ په عمر ومړ.
د سرونو د خرېیلو او د یوې خاصې خولۍ د په سر کولو امر د ۴۰ ورځو لپاره د تطبیق وړ ګڼل شوی و.
د راپورونو له مخې حکومت همداراز له ځینو دولتي بنسټونو د څو مراسمو د ترسراوي لپاره پیسې هم ټولې کړې دي.
د پلار تر مړینې وروسته ولسمشر بردي محمدوف په ډېرو مراسمو کې نهو لیدل شوی او پر ځای یې خپل زوی سردار چې د صدراعظم مرستیال دی څو مراسمو له هغې ډلې د اس ملي ورځې نمانځغونډې ته استولی و.
په ترکمنستان کې چې په خپلواکو رسنیو کلک بندیزونه لګول شوي، اکثر دا خبرونه په ځنډ بهر راوځي.