حمدالله محب: له تېر یوه کال راهیسې طالبانو له خپل مشر ملا هبت‌الله سره نه‌دي کتلي

ارشیف، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر یو شمېر غړي

په افغانستان کې د طالبانو د جګړو په اوج کې لوړپوړو افغان چارواکو یو ځل بیا پر طالبانو لفظي بریدونه کړي او د دوی په لیکو کې یې د مخالفتونو ادعا کړې ده.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي طالبان سولې ته نیت نه‌لري او افغانستان کې د پاکستان نا اعلان شوې نیابتي جګړه مخته وړي.

ښاغلي محب پرون ماسپښين له نورو لوړپوړو امنیتي چارواکو سره یوې ګډې خبري ناستې ته وویل، له تېر یوه کال راهیسې طالبانو له خپل مشر ملا هبت‌الله اخندزاده سره نه‌دي کتلي.

ښاغلی محب زیاتوي: "دا ۱۲ میاشتې کېږي چې د ملا هبت‌الله هېڅ خبر نه‌شته، خپله طالبانو هم دا ۱۲ میاشتې له هغه څه نه‌دي اورېدلي، اول باید پر دې پوه شو چې هبت‌الله شته او که نه‌شته؟ د دې ځواب باید طالبان ورکړي چې چېرته دی، نه‌یې کوم غږیز کلپ وتلی او نه چا ورسره لیدلي دي، استخباراتي معلومات دا تأییدوي."

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

افغان چارواکي دا ادعا داسې مهال کوي چې افغانستان کې د جګړو لیکې تودې شوي او پر دواړو لورو سربېره‌یې ملکیان هم قرباني کېږي.

د افغانستان د ملي امنیت مشر ضیا سراج په همدې غونډه کې وویل، تېره یوه اوونۍ د طالبانو لپاره خونړۍ وه او دې موده کې د ده په ټکو له زرو زیاتو طالب جنګیالیو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د ښاغلي سراج په خبره، د دې مرګ‌ژوبلې له کبله هم د طالبانو پر مشرتابه خپل‌منځي فشارونه شته او دی د طالبانو په رهبرۍ کې د ځینو نورو مخالفتونو خبره هم کوي.

ښاغلی سراج وايي: "دې مرګ‌ژوبلې د دوی په مشرتابه کې ځینې ستونزې پيدا کړي، پر ملا یعقوب فشارونه زیات شوي ځکه چې وې نهشوای کړای چې له دې خلکو ښه استفاده وکړي، دا بحثونه د دوی په منځ کې شته."

د طالبانو ویاندویانو بیا د افغان چارواکو دا ادعاوې د دوی په ټکو "تش تبلیغات" وبلل.

د دوی یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې رهبري یې پر خپل ځای ده او فعالیت کوي.

ښاغلي مجاهد وویل: "موږ دا خبرې بې‌اساسه او پروپاګند بولو، بې له شکه چې واقعیت نه‌لري، د اسلامي امارت رهبري الحمدالله په خپل ځای ده، خدمت او فعالیت کوي، نه اختلاف شته زموږ په صفوفو کې او نه چا داسې بېلګه وړاندې کړې ده."

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب اختریز پيغامونه له دې وړاندې خپاره شوي، خو طالبان وایي د امنیتي ملحوظاتو له کبله د خپل مشر ځای ځایږی نه‌شي معلومولی.

د حکومتي چارواکو او طالبانو له‌خوا یو پر بل لفظي بریدونه څه نوې خبره نه‌ده. څه چې ښکاره دي هغه دا چې د چارو د کتونکو په باور د بین‌الافغاني خبرو په جریان کې او یوه احتمالي جوړجاړي ته د رسېدو د هڅو په ترڅ کې دا ډول خبرې سیاسي هڅې زیانمنوي.