کاپیسا کې پر 'یوه واده د هاوان لګېدو ۶ تنه وژلي او ۱۰ نور' ټپيان دي

ارشیف، کاپیسا کې یوه کور ته نږدې افغان ځواکونه

د کاپیسا پولیس وایي، په تګاب ولسوالۍ کې په یوه کور د هاوان د لګېدو له امله ۶ تنه وژل شوي او ۱۰ نور کسان ټپیان دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش ازادي راډیو ته وویل چې پېښه تېر ماښام شپږنیمې بجې د تګاب ولسوالۍ په انار جوی کلي کې رامنځته شوې.

دی ادعا کوي چې د هاوان دا مرمۍ د طالبانو له‌‌خوا توغول شوې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا په خپل ټویټر باندې لیکلي چې د تګاب د انارجوی په برید کې افغان پوځيان لاس لري او د هاوان د مرمۍ په توغولو سره‌یې د یوه واده د مراسمو له ګډونوالو اووه تنه وژلي او درې نور یې ټپيان کړي.

د سیمې خلکو ویلي چې هاوان د واده په مراسمو لګېدلی او اووه ملکیان‌یې وژلي دي.