لسګونه روسي ډیپلوماتان اوکورنۍ یې له چک جمهوریت نه ووتل

چک جمهوریت کې د روسیې سفارت

د روسیې په لسګونو ډیپلوماتان او د کورنۍ غړي یې د چک جمهوریت له پلازمېنې پراګ نه ووتل.

دا اقدام وروسته له هغې وشو چې چک جمهوریت تېره میاشت د دغو ډیپلوماتانو د اخراج امر وکړ.

د روسیې د دولتي اژانس ټاس په حواله، هغه الوتکه چې د روسیې د سفارت ۵۴ کارکوونکي او د کورنۍ غړي یې په‌کې وو، پرون شنبه له پراګ څخه مسکو ته روانه شوه. پاتې نور ډيپلوماتان به راروانه دوشنبه روسیې ته لاړ شي.

پراګ په ټوله کې د روسیې ۶۳ ډیپلوماتانو ته له چک جمهوریت څخه د وتلو امر کړی دی.

د ډیپلوماتانو دغه اخراج د دواړو هېوادونو د اړیکو په تاریخ کې تر ټولو لوی ګڼل کېږي.

دا پروسه وروسته له هغې پیل شوه چې چک جمهوریت د ۲۰۱۴م کال په اکټوبر میاشت کې د دغه هېواد د ختیځ د وسلو په یوه ډیپو کې په چاودنه کې د روسیې استخباراتي ادارې دخیلې وبللې.

په هغو چاودنو کې ۲ کسان وژل شوي وو.