د افغان جمهور رییس محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار وايي، د طالبانو رهبران د دې صلاحیت نه لري چې د خبرو میز ته حاضر شي.
حمد الله محب د شنبې (د غبرګولي ۸مه) په ورځ په کابل کې د امنیتي او دفاعي بنسټونو له چارواکو سره په یوې ګډې خبري ناسته کې وویل، طالبانو د خپلو بادارانو په لارښونه عمل کوي.
دی وايي: "څوک چې د جګړې پلوي دي او فکر کوي چې د جګړې له لارې به بریالي شي، هغوی طالبان دي، دوی (طالبان) تر اوسه هم د سولې میز ته حاضر شوي نه دي، ځکه دوی په دې باور دي چې مذاکره د حل لاره نه ده، دوی یوازې جګړه پېژني او نور په هېڅ شي باور نه لري."

د افغان جمهور رییس محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
ښاغلي محب د ترکیې ناستې ته په اشارې سره وویل، دغه ناسته د حکومت له لوري بلکې د طالبانو د نه ګدون له امله ځنډول شوې ده.
نوموړې زیاته کړه، د دولت په عالي شورا کې د سولې په اړه بحثونه روان دي او د افغانستان او جمهوريت د دفاع لپاره او دغه شان د سولې پروسې د تعقیب لپاره د سیاستوالو ترمنځ سیاسي اجماع موجوده ده.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې صلاح الدین رباني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي وو چې د دغې شورا په ناسته کې ګډون نه کوي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت رئیس احمد ضیا سراج په دغه خبري ناسته کې د طالبانو او القاعده پر اړیکو نیوکې وکړې.
نوموړي وویل: "له طالبانو سره اړیکې له بحث پورته دي، طالبان او القاعده کورنۍ اړیکې لري او یو له بل سره یې ودونه کړي، د طالبانو ډله د تروریستي ډلو چتر دی او په هېڅ صورت طالبان هوکړو ته ژمن نه دي."

د ملي امنیت رئیس احمد ضیا سراج د طالبانو او القاعده پر اړیکو نیوکې وکړې.
ښاغلی سراج زیاتوي چې القاعده شبکه اوس هم لویدیځ ته یو ګواښ دی.
دا په داسې حال کې ده، د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د هوکړې یو مهم مورد له القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو پرېکول وو.
وسله والو طالبانو د افغان چارواکو څرګندونې رد کړي. ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې دا ډول خبرې بې بنسټه بللي.
خو څه موده وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته ویلي و، د دوی مرکچي پلاوی چمتو دی چې په دوحه کې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره خبرې پيل کړي.