جنرال سکاټ مېلر: افغان امنیتي ځواکونه په غوره موقف کې دي

ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، افغان امنیتي ځواکونه په غوره موقف کې دي.

جنرال سکاټ مېلر نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) د کابل عامې روغتیا څلورلاري ته څېرمه له نیو کابل کمپ څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او افغان لوري ته د دغه کمپ د سپارلو په مراسمو کې وویل: "دا چې د ناټو، ائتلاف او قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونه له افغانستانه په منظم او خوندي ډول په وتلو دي، په عین حال کې څرګندوي چې زموږ د افغان امنیتي ځواکونو شریکان، په زیاتو مواردو کې زموږ وروڼه او خویندې تر ټولو غوره ممکنه وضعیت کې دي."

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوي او د سېپټمبر تر ۱۱مې دوام کوي.