څیخانوفسکایا: د مې ۲۹مه بلاروس سره د پیوستون ورځې په توګه اعلانوم

د بلاروس د اپوزیسیون مشرې، سویتلانا څیخانوفسکایا

د بلاروس د اپوزیسیون مشرې، سویتلانا څیخانوفسکایا، غوښتنه وکړه چې د مې ۲۹مه دې د ډموکراسۍ لپاره په مبارزه کې د بلاروسیانو د ملاتړ د پیوستون نړیوالې ورځې په توګه ونمانځل شي.

څیخانوفسکایا تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل:"زه د مې میاشتې ۲۹مه له بلاروس سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په توګه اعلانوم. تاسې څنګه کولی شئ له دغه پیوستون سره یوځای شئ؟ په خپل ښار، یا هم په مجازي ډول له بلاروس سره د پیوستون په مناسبتونو کې برخه واخلئ. د ډموکراتیک بلاروس د ملاتړ لپاره یو بیان خپور یا هم پرېکړه لیک تصویب کړئ."

دا غوښتنه په بلاروس کې د سوله ییزو مظاهرو د کال د پوره کېدو په مناسبت کېږي. څیخانوفسکایا پر دغو مظاهرو فشارونه د بلاروس په معاصر تاریخ کې تر ټولو سخت ځپونکي اقدامات وبلل.

د تېر کال د مې پر ۲۹مه د څیخانوفسکایا خاوند هم په غیرمجاز لاریون کې د ګډون له کبله ونیول شو.

فلوګر سیارهي څیخانوفسکي چې غوښتل د تېرکال د اګست میاشتې ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان کاندید کړي، تر نیول کېدو وروسته زنداني شو.