د ناټو سرمنشي وايي، د ده په باور د بلاروس چارواکو احتمالاً د خپلې متحدې، روسیې په همږغۍ د ایرلنډ د هوايي شرکت راین ایر الوتکه اجباري ناستې ته مجبوره کړې ده.
ینس سټولټنبرګ پرون جمعه (د غبرګولي ۷مه) له سکای نیوز ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل، د روسیې او بلاروس ترمنځ پر نږدې اړیکو خبر دی.
ده زیاته کړه، ډېره ګرانه ده چې په منسک کې دې رژیم وکړای شي دغه کار له روسیې سره له همږغۍ پرته وکړي.
الکساندر لوکاشینکو، د تېر کال د اګست میاشتې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ځان تر بریالي اعلانولو وروسته په پیل شوې لانجه کې تر ډېره پر روسیې اتکا کړې ده.
د بلاروس رژیم تېره یکشنبه د راین ایر هوايي شرکت یوه الوتکه د منسک پر هوايي ډګر کښېناستو ته مجبوره کړه.
د بلاروس چارواکو ویلي چې په الوتکه کې یې د بمب د موجودیت په اړه اطلاعات ترلاسه کړي وو.
په الوتکه کې چې له یونانه لیتوانیا ته روانه وه، کوم بمب نه و، خو د لوکاشینکو یو متنقد ورځپاڼه لیکونکی رامان پراتاسوویچ چې په الوتکه کې و ونیول شو.
د امریکا متحد ایالاتونه او نور هېوادونه په دې باور دي چې له دې پېښې د ناسمې ادعا په توګه د پراتاسوویچ د نیولو لپاره کار اخېستل شوی دی.
ګڼو حکومتونو او سازمانونو د دغه ورځپاڼه لیکونکي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.