بایډن کانګرس ته د بودجې طرحه د تصویب لپاره واستوله

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن کانګرس ته د شپږ تریلیونه ډالرو د بودجې طرحه د تصویب لپاره واستوله.

په دې طرحه کې د بې وزله او منځنۍ کچې امریکایانو د ملاتړ لپاره یو لړ پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي، همدا راز د بنسټیزو پروژو پلي کول او له پوهنې نیولې د سایبري بریدونو تر مخنیوي پورې پروګرامونه په پام کې دي.

وروسته تردې چې په جنوري میاشت کې جو بایډن واک ته ورسېد، دا لومړی ځل دی چې کانګرس ته د بشپړو لګښتونو طرحه وړاندې کوي.

تمه ده چې په کانګرس کې د دې طرحې په اړه جدي بحثونه وشي او ممکن دا بحثونه میاشتې میاشتې دوام وکړي.