د بلاروس مستبد واکمن لوکاشینکا په سوچي کې له ولسمشر پوتین سره وکتل

الکساندر لوکاشینکا او ولسمشر پوتین

د بلاروس مستبد واکمن الکساندر لوکاشینکا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د تورې بحیرې په تفریحي ښار سوچي کې په داسې حال کې وکتل چې د اروپايي ټولنې غړي پر بلاروس د نوېو احتمالي بندیزونو په اړه بحثونه کوي.

اروپايي ټولنې دا بحثونه وروسته له هغه پیل کړل چې د بلاروس چارواکو د راین ایر د ملکي هوايي چلند یوه الوتکه چې له اتن څخه ویلینوس ته روانه وه، د یوې جنګي جټ الوتکې په وسیله د منسک په هوايي ډګر کې کېنوله او د اپوزیسیون فعال او ژونالېست رومان پراتاسیوویچ یې ترې راښکته او توقیف کړ.

ولسمشرپوتین له لوکاشینکا سره د ستړي مه شي پر مهال ټینګار وکړ چې د دوی یو ورځنۍ لیدنه د الوتکې د قضیې له وجې د احساساتو او غوسې په درشل کې پلان شوې وه.

هغه زیاته کړه چې له دې پېښې پرته نور مسایل هم شته چې دوی خبرې پرې وکړي. لوکاشینکا هم تایید کړه چې دې قضیې احساسات پارولي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون جمعه په لزبن کې په خپله غونډه کې پر بلاروس د احتمالي بندیزونو په اړه بحث وکړ او ډېری وزیرانو وویل چې په دې بندیزونو کې باید د تېلو د صنعت په څېر د بلاروس هغه سکټورونه په نښه شي چې ګټه یې د بلاروس مشرتابه ته رسېږي.