افغانستان کې د کرونا لوړه شمېره؛ تېر شپه او ورځ کې۹۷۷ مثتبې پېښې ثبت شوي

ارشیف، کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په هېواد کې د کرونا ویروس له راپیدا کېدو راهیسې په لومړي ځل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ویروس ۹۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوي چې دا په دې هېواد تر ټوله لوړه کچه ده.

وړاندې د ریکارډ کچه ۹۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علي زي ازادي راډیو ته وویل: "په اختر شپو او ورځو کې د خلکو نه پاملرنې د دې لامل شوې چې د دې ویروس مثبتې پېښې لوړې شي او که افغانان روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي ، دا پېښې نورې هم ډېریدای شي او یو ناورین به رامنځته شي."

ښاغلي علي زي زیاته کړه، په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۷۰ زرو واوښت او د مړو شویو کسانو شمېر ۲۹۰۰ ته ورسېد.