اذربایجان: ارمني ځواکونو یو اذربایجانی سرتیری ټپي کړ

ارشیف، یو ارمنی سرتیری

اذربایجان وايي، یو سرتېری یې هغه وخت ټپي شو چې د ارمنستان ځواکونو د سرحد په اوږدو کې ډزې وکړې، خو ارمنستان دا تور رد کړی دی.

دواړو لوریو یو او بل د پولې په اوږدو کې په یو لړ پېښو تورن کړي او دې مسالې د بېلتون غوښتونکې سیمې نګرنو قره باغ پر سر د تېرې کال تر جګړې وروسته سیمه ییز کړکېچ زیات کړی دی.

د اذربایجان دفاع وزارت نن جمعه (د غبرګولي ۷مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د ارمنستان سرحد ته نږدې یې په بابیک سیمه کې تېره شپه پر سنګرونو د ارمنستان د وسله والو ځواکونو له خوا ډزې شوي او یو سرتېری یې ټپي شوی دی.

د ارمنستان دفاع وزارت ادغه ادعا بې بنسټه بللې ده.