چارواکي: افغان ځواکونو په لوګر او هلمند کې ۲۷ طالبان وژلي

ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

له لوګر څخه په رارسېدلي خبر کې ویل شوي چې د ملي اردو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند اېمل خان مومند نن جمعه (د غبرګولي ۷مه) رسنیو ته وویل، د طالبانو پر مرکز دغه عملیات نن سهار د محمداغې ولسوالۍ په زرغون­ ښار سیمه کې وشول: "په پایله کې د لومړنیو راپورونو له مخې، ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور یې ټپیان دي. همدا رنګه د ترهګرو یوه قرارګاه، یو فولډر موټر او یوه اندازه مهمات له منځه وړل شوي دي."

دغه راز د هلمند ولایت امنیه قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، په ګرشک ولسوالۍ کې د مخامخ جګړې په نتیجه کې د طالبانو د یوه نظامي مشر عبدالرحیم په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په اعلامیه کې د ۱۸ نورو وسله والو د ټپي کېدو ادعا هم شوې ده، خو خپلواکو سرچینو د دغو ارقامو کره والی نه دی تایید کړی.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددې پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.