اکبر: افغان مېرمنو په نړیواله کچه اوربند او سولې ته هڅې پیل کړي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره وايي، افغان ښځو په محلي او نړیواله سطحه د اوربند او سولې لپاره هڅې پیل کړي دي.

شهرزاد اکبر د ستراتیژۍ او پالیسۍ لپاره د نیولاینز انسټیټیوټ ته تېره شپه په خبرو کې وویل: "د افغان مېرمنو غورځنګ په محلي او نړیواله سطحه د اوربند او د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي. دوی غواړي د سولې په پروسه کې بامفهومه رول ولري چې د دوی غوښتنې او غږ واورېدل شي. اساسي پوښتنه اوس دا ده چې ایا د سولې پروسه به بامفهومه وي؟"

تردې مخکې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د وري پر دویمه په یوه اعلامیه کې ویلي وو، افغان دولت او نړیوالو شریکانو یې د سولې په پروسه کې د افغان ښځو د بشپړې ونډې ډاډ نه دی ورکړی.

دغه سازمان غوښتنه کړې وه چې په استانبول کې په پلان شوې غونډه کې دې د ښځو حضور پراخ وي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د افغانستان په اړه د استانبول غونډه کله کېږي او د ګډونوالو نوملړ هم نه دی مشخص شوی.