امریکا: د افغان ژباړونکو په اړه پر ځینو پلانونو کار کوو

ارشیف، هلمند کې یو تن افغان ژباړونکی

د امریکا حکومت وايي، پر هغو پلانونو کار کوي چې له مخې یې له افغانستانه په زرګونو هغه ترجمانان وباسي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې له ائتلافي ځواکونو سره کار کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالاتونو یوه وتلي جنرال وویل چې د دې کار هدف د دغو ترجمانانو خوندیتوب دی.

د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي، موږ پوهېږو د پام وړ شمېر افغانان شته چې د امریکا او ائتلاف ملاتړ یې کړی چې ژوند یې له خطر سره مخامخېدای شي.

شااو خوا ۱۸۰۰۰ افغان ترجمانان، کومانډو پوځیان او نور کسان چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې، د امریکا د مهاجرت د وزیرو په باب نهايي پرېکړې ته انتظار دي.

د هغو څرګندونو له مخې چې پرون پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) په رسنیو کې خپرې شوې، ښاغلي میلي، ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو ترجمانانو او نورو هغو کسانو لپاره چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی، امریکا ته د لېږدولو د چارو مشري کوي.

د امریکا د استازو جرګې ځینو غړو ویلي، امریکا ته د دغو کسانو د لېږدولو پروسه ښايي څه باندې دوه کاله وخت ونیسي.