له ګڼو ولایتونو د امنیتي پېښو د خبرونو په لړ کې، د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، افغان پوځیانو په تخار کې ۳۰ وسله وال طالبان وژلي دي.
طارق ارین نن جمعه (د غبرګولي ۷مه) په ټویتر کې لیکلي: امنیتي ځواکونو تېره شپه د تخار په چاهآب ولسوالۍ او څو نورو سیمو کې له طالبانو سره جګړه کړې ده.
هغه ادعا کړې چې د افغان پوځیانو په بریدونو کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ تنه نور یې ټپیان دي.
۲۰۵ اتل قول اردو په یوه اعلامیه کې بیا تېره شپه د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د هوايي ځواک په حمله کې د ۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۵ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.
بل خوا د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي چې نن سهار د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ملکیانو پر کورونو د وسله والو طالبانو د توغندي د لګېدو په پېښه کې ۳ ملکیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
په بل خبر کې د هلمند د ولایتي شورا رییس عطا الله افغان ویلي، په نادعلي ولسوالۍ کې تېره شپه د ملي اردو پر یوه کنډک موټربم چاودنې ۸ وسله وال طالبان او یو سرتېری وژلي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم بیا منلې چې وسله والو طالبانو په دواب ولسوالۍ کې جګړه پیل کړې ده.
یوې سرچینې بیا ویلي، امنیتي ځواکونو له یوې پوستې تاکتیکي شاتګ کړی دی. د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.