د افغان ملکیانو پر خوندیتوب بحث پر څه ورټول وو؟  

ارشیف

په جګړو کې د ملکیانو د خوندیتوب د نړیوالې اوونۍ په لړ کې بېګا د افغانستان د ملکیانو په خوندیتوب بحث وشو.

د ملګرو ملتونو له خوا د همدې اوونۍ له پیله د هغو ملکیانو د خوندیتوب لپاره څو واره غونډې او کمپاینونه شوي چې د جګړو په سیمو کې اوسي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز په پروني بحث کې چې د افغانستان په مساله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې او څو نورو بشرپالو ادارو له خوا جوړ شوی و وویل، د ملکیانو د خوندیتوب لپاره تر ټولو غوره لار د دایمي سولې د ټینګښت لپاره د هڅو چټکول دي.

اغلې راز د افغان حکومت په استازیتوب وویل چې امنیتي ارګانونه په پوځي عملیاتو کې د ملکیانو د خوندیتوب اقدامات تر لاس لاندې لري.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې روانو جګړو کې یې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله رسېږي او ورسره د جبري بې ځایه کېدو او کډوالۍ کړکېچونه هم زغمي.