د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د نړیوالو ځواکونو د وتلو له کبله به افغانستان په نړۍ کې منزوي نه شي.
ښاغلي غني دا خبره پرون پنجشنبه(د غبرګولي ۶مه) مازدیګر د لوړو او تخنیکي زده کړو د یو شمېر پروژو په پرانیستونکې غونډه کې وکړه.
نوموړي وویل: "نړیوال ځواکونه په عزت او احترام وځي، افغانستان نه منزوي کېږي. د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو نوی باب پیلېږي."
له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر د مې له لومړۍ نېټې یعنې له څه کم یوې میاشتې راهیسې پیل شوی او د سېپټمبر تر یوولسمې به بشپړ شي.