کابل کې د امریکا سفارت: امریکا افغانستان سره پوره ژمن پاتېږي

په کابل کې د امریکا سفارت

په کابل کې د امریکا سفارت وايي، د امریکا متحد ایالاتونه له افغانستان سره پوره ژمن پاتې کېږي او مرستو ته دوام ورکوي.

د امریکا سفارت پرون پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) په یوه خبرپاڼه کې همدا راز ویلي چې امریکا د افغانستان په وړاندې پر خپلو ژمنو د درېدو ترڅنګ د دې هېواد دیپلوماتیک او اقتصادي ملاتړ کوي.

سفارت دا هم ویلي چې د امریکا او افغانستان مشارکت به دوامدار وي.