له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل؛ 'جي.ټي.زیډ': خپل فعالیتونه غځوو

'جي.ټي.زیډ' موسسه د جرمني یوه نړیواله پراختیايي اداره ده.

د جرمني د نړیوالې پراختیا اداره 'GTZ' غواړي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته هم په دې هېواد کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د جرمني د خبري اژانس د راپور له مخې د دې ادارې یوه ویاند ویلي چې 'جي.ټي.زیډ' په سختو شرایطو کې هم په افغانستان کې فعالیت کولی شي.

په افغانستان کې د جرمني له 'جي.ټي.زیډ' ادارې سره نژدې زر تنه کار کوي.

دا اداره د جرمني د حکومت په استازولۍ انکشافي پروژې اجرا کوي.