امازون کمپنۍ وايي، د هالیووډ 'اېم.جي.اېم' یا مترو ګلډوین مایر ستوډیو په څه باندې ۸ میلیارډه ډالره پیري.
مترو یا 'اېم.جي.اېم' د هالیووډ د فلم جوړولو تر ټولو پخوانۍ او مهمه ستوډیو ده.
په دې سټوډیو کې د جېمزبانډ د سینمايي فلمونو په ګډون له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ډېری مهم فلمونه جوړ شوي دي.
امازون تمه لري چې که دا سټوډیو یې وپیرله، د نېټفلکس او ډیزني پلس په شان له سترو فلم خپروونکو کمپنیو سره به د سیالۍ جوګه شي.
مترو ګلډوین مایر سټوډیو په ۱۹۲۴ میلادي کال کې جوړه شوې او په پام کې ده چې امازون یې په ۸ اعشاریه ۴۵ میلیارډه ډالره وپیري.