د لعل او سرجنګل اوسیدونکو د اعتراض په ډول د غور-کابل لار وتړله

د غور-کابل لویه لاره

د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسیدونکو نن پنجشنبه (د غبرګولي په ۶مه) سهار د غور-کابل لویه لاره وتړله.

دوی د دې اقدام دلیل د مرکزي لویې لارې امنیت ته نه پاملرنه یاده کړې ده.

د غور د ولایتي شورا غړي عبدالحمید ناطقي چې د معترضینو په ډله کې دی نن پنجشنبه (د غبرګولي په ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، خلکو د اعتراض په توګه دا لاره تړلې چې غږ یې تر حکومت پورې ورسېږي.

دغو معترضینو د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره پردې لویه لاره د امنیت ټېنګولو او هم د فېروزکوه او لعل او سرجنګل ترمنځ لارې کې د دوو امنیتي پوستو د جوړېدو غوښتنه کړې.

معترضینو ګواښ کړی چې تر هغو یې غوښتنې نه وي منل شوي، لاره به نه پرانېستل کېږي.

په تېره یوه میاشت کې د غور – هرات او غور -کابل پر لارو ۷ مسافر د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي چې د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسیدونکي وو.

حکومت دا د طالبانو کار بللی، خو طالبانو دا ادعا رد کړې.