د اذربایجان ځواکونو ۶ ارمني پوځیان اسیر نیولي

ارمني سرتیري

د اذربایجان ځواکونو شپږ ارمني پوځیان اسیر نیولي دي. د اذربایجان دفاع وزارت وایي، دغه ارمني پوځیان یې نن پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) سهار په کلباجار سیمه کې هغه مهال ونیول چې په سرحدي سیمو کې د اذربایجان د پوځي مرکزونو پر لور د تللي سړک په اوږدو کې د ماینونو په ایښودلو بوخت وو.

ارمنستان بیا وایي، دغه ځواکونه په سیمه کې د انجنیرۍ په کارونو بوخت وو.

تردې وړاندې ارمنستان اذري ځواکونه تورن کړي وو چې په سیونیک او ګغارکونېک سیمو کې له سرحده تېر شوي او ادعا کوي چې دا سیمې د دوی د خاورې اړوند دي، خو اذربایجان وایي، د دې هېواد پوځیان د خپلې خاورې په هغو سرحدي برخو کې ځای پرځای شوي چې په ژمي کې ورتګ نه شي کیدای.

د دواړو ګاونډي هېوادونو ترمنځ وروستۍ سرحدي لانجې د ناګورنو قره باغ سیمې پر سر راپورته شوي دي.

په هغو جګړو کې چې څو میاشتې دمخه پیل او ۶ اوونۍ یې دوام وکړ لږ تر لږه ۶۹۰۰ کسان ووژل شول.

دا جګړې په نوومبر میاشت کې د مسکو په منځګړیتوب اوربند په نتیجه کې ودرېدې.