چارواکي: د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې ۶ طالبان وژل شوي

افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د ننګرهار چارواکي د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ۶ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر ازادي راډيو په استول شوېو معلوماتو کې ویلي چې تېره شپه د دغه ولایت د اچین ولسوالۍ په مومند دره کې ۶ وسله وال طالبانو وژل شوي دي.

دغه دفتر ادعا کړې چې له وژل شوېو وسله والو طالبانو په سیمه کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم پاتې دي.

هاخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته په استول شوېو معلوماتو کې ادعا کړې چې تېره شپه یې د اچین ولسوالۍ په مومندو تنګي سیمه کې د افغان حکومت پر څو پوستو بریدونه کړي او په خبره یې ۴ حکومتي پوستې یې ترې نیولي دي.

ځایي چارواکو بیا د طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې په اچین، سپین غر او هسکه مېنه کې په دې وروستیو څو ورځو کې د افغان حکومت او وسله والو ترمنځ د نښتو راپورونه زیات شوي چې په کې یو تربله د زیان اوښتو ادعاوې کېږي.