په کابل کې ۱۵۰ معتادین روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي

کابل کې یو شمېر روږدي کسان

له کابل ښار څخه تر سلو ډېر معتادين راټول او د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول.

د ابن سينا زربستريز روغتون رئیس محمد ظاهر سلطاني ازادي راډيو ته وويل،د عامې روغتيا وزارت د پولیسو په همکارۍ د کابل ښار له اوومې، يوولسمې او اوولسمې ناحيې څخه ۱۵۰ بې سرپناه معتادین راټول او د درملنې لپاره په ابن سينا زربستريز روغتون کې بستري کړل.