په فراه ولايت کې د ځانګړو عملياتو په نتيجه کې د نشه يي موادو يوه لویه کارخونه له دوو لابراتورونو سر ويجاړه شوه.
په فراه ولایت کې د ملي اردو د دوهمې لوا وياند حشمت الله احمدي ازادي راډيو ته وويل چې د نشه يي موادو دې کارخانو په طالبانو پورې اړه درلوده او ترلاسه شوي مواد ځای پر ځای سوځول شوي دي.
طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا عملیات د فراه په بکوا ولسوالۍ کې کمانډويانو، ملي اردو او نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ګډه وکړل چې په پایله کې يې دوه لابراتورونه ويجاړ شول او د دې تر څنګ یوولس سوه لېټره اوبلنه ښیښه، ۱۰۷۶ کيلوګرامه خالصه ښیښه، ۱۰۵۰ کيلوګرامه سوډا او د ښیښې جوړولو درې ماشينونه هم ونيول شول.