ښايي په کابل کې سبا جمعه د اسټرالیا سفارت بند شي

ارشیف، د افغانستان او اسټرالیا ګډ بیرغونه

د یو شمېر راپورونو له مخې په کابل کې به ښایي سبا جمعه (د غبرګولي ۷مه) د اسټرالیا سفارت بند شي.

د اسټرالیا صدراعظم سکاټ موریسن د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی و چې دا اوونۍ به دوی خپل سفارت د احتمالي امنیتي ستونزو له امله وتړي او تمه لري چې سفارت یې په افغانستان کې د اوږدې مودې په مخه بند پاتې نه شي.

اسټرالیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په خاطر امنیت ته اندېښنه لري چې امنیتي وضعیت ممکن د دغو سرتېرو له وتلو وروسته پسې نور خراب شي.

اسټرالیا په افغانستان کې شااوخوا اتیا سرتېري لري چې له نورو نړیوالو ځواکونو سره یې وتل پيل شوي دي او ټاکل شوې ده چې د سېپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

که څه هم په وروستیو اونیو کې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې بریدونه زیات کړي دي، خو د دې ډلې ویاند محمد نعیم د اسټرالیا تر اعلان وروسته وویل چې دوی له بهرنیو دیپلوماتانو سره کار نه لري او هغوی ته خوندي چاپيریال برابروي.