د امریکا د متحد ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان وایي چې متحد ایالاتونه به له افغانستانه د ځواکونو تر ایستلو وروسته هم له افغان حکومت او ولس سره ولاړ وي.
د سپینې ماڼۍ د خپاره شوي بیان له مخې ښاغلي سلیوان دا ژمنه د افغانستان د ملي امنیت له سلاکارحمد الله محب سره د ټیلیفوني خبرو پرمهال وکړه.
سپینه ماڼۍ وایي چې ښاغلي سلیوان د افغان ځواکونو او له افغانستان سره په ملکي برخه کې د مرستو په تړاو ښاغلي محب ته معلومات ورکړل.
ښاغلي سلیوان د افغان سولې په بهیر کې د مرستو ژمنه هم وکړه.
جک سلیوان د افغانستان د ملي امنیت د شورا له مشر حمد الله محب سره پرون ناوخته پر ټیلیفون خبرې وکړې.