د تاجکستان د اپوزسیون سوسیال ډیموکرات ګوند مشر ظاهروف استعفی وکړه

د تاجکستان د اپوزسیون سوسیال ډیموکرات ګوند مشر رحمت الله ظاهروف

د تاجکستان د اپوزسیون سوسیال ډیموکرات ګوند مشر رحمت الله ظاهروف د ګوند له مشرۍ استعفی وکړه. دی له دوو کلونو راهیسې د دې ګوند مشر و او تېرکال چې کله پرده برید وشو له هغه وروسته یې روغتیایي وضعیت خراب شوی دی.

ده د ازادي راډیو تاجک څانګې ته وویل: "پروسږکال په سېپټمبر کې زه ووهل شوم او له هغه وخت راهیسې زما د پښو درد نه دی ښه شوی؛ د همدې لپاره مې سیاسي شورا ته ولیکل چې زه نور دا کار نه شم کولی او غواړم چې خپله درملنه وکړم."

ظاهروف ویلي، د سیاسي انګېزې له امله وهل شوی دی. د ۲۰۱۷میلادي کال په نوومبر میاشت کې هم پرده دوو تنو برید وکړ، ده ته یې د خاین خطاب وکړ او پر یوه اوسپنیز پایپ یې وواهه.

که څه هم د ده ګوند رسماً ثبت شوی دی، خو کله هم یې هم په پارلمان کې حضور نه دی پیدا کړی.

پر ولسمشر امام علي رحمان د بشري حقونو نړیوالو ډلو له کلونو راهیسې دا اعتراض کړی دی چې دی د مذهبي ازادیو، مدني ازادیو او د سیاسي ګڼ ګوندیز سیستم مخالف دی.