د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر اردن ته ولاړ

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له مصر څخه پرون ناوخته اردن ته ولاړ. دا منځني ختیځ ته د ده د روان سفر وروستی ځای دی او هڅه کوي چې د قاهرې په منځګړیتوب د اسراییل او فلسطیني وسله والو ترمنځ شوی اوربند ټینګ شي.

بلېنکن په قاهره کې د مصر د ولسمشرعبدالفتاح السیسي ستاینه وکړه چې د ده په منځګړیتوب اوربند وشو.

د اسراییل او فلسطیني وسله والو ترمنځ د مې په ۲۱مه وروسته له ۱۱ ورځو خونړیو جګړو اوربند وشو. د دې جګړې له امله تر دوه نیم سوه ډېرکسان ووژل شول چې غوڅ اکثریت یې فلسطینیان وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرد منځني ختیځ د سفرپه لومړۍ ورځ د سې شنبې په ورځ د اسراییلیانو او فلسطینیانو له مشرانو سره وکتل او هغوی ته یې دا پيغام ورساوه چې واشنګټن د اوربند ملاتړ کوي.