واشنګټن وایي، د بلاروس د مستبد رژیم له لوري په زوره د مسافر وړونکې الوتکې د راګرځولو په تړاو به هڅې ادامه پیدا کړي.
د سپینې ماڼۍ مرستیال ویاندې کارین جان پییر په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل: "اروپایان د دې مشري کوي، دا الوتنه د دوو اروپایي پلازمېنو ترمنځ کېده، ښکاره ده چې په دې الوتکه کې امریکایان هم وو او موږ ډېر انېیښمن یوو. ولسمشر بایډن دا پېښه غندلې ده او په دې تړاو به نور هم واورئ."
د اروپایي ټولنې د هوایي چلند ادارې له ټولو هوایي شرکتونو غوښتې دي چې د بلاروس پر فضا د خوندیتوب لپاره سفر ونه کړي.
د اروپایي ټولنې د هوایي چلند ادارې وروسته تردې دا غوښتنه وکړه چې د بلاروس مستبد مشر الکساندر لوکاشینکا د خپلې هغې پرېکړې ننګه وکړه چې د پوځي الوتکې په زوریې د یونان او لېتوانیا ترمنځ د یکشنبې په ورځ یوه مسافر وړونکې الوتکه په منسک کې ښکته کړه او له دې الوتکې څخه یې یو خبریال پروتیسفیچ د هغه له انډیوالې سوفیا ساپیګا سره ونیو.