د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ تر یوې اوونۍ په لنډه موده کې د دوهم ځل لپاره وویل چې د ۳۰ غړېو هېوادونو دا تړون له افغان ځواکونو سره دوامداره همکاریو ته ژمن دی.
د ناټو سرمنشي پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۵مه) د پرتګال له صدراعظم انتونیو کاستا سره په پلازمېنه لېزبن کې په ګډه خبري غونډه کې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان مساله یاده کړه.
سټولتنبرګ وویل: "موږ همدا راز د افغانستان په اړه خبرې وکړې، د هغه ځای په باره کې چې زموږ د ځواکونو ایستل په همغږۍ ادامه لري. په ورته وخت کې ناټو له افغانستان سره دوامداره همکاریو ته ژمنه ده چې په دې کې د افغان ځواکونو روزنه او د هغوی مالي ملاتړ شامل دی. همدا راز د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوو چې د باثباته سولې لپاره وي."
ناټو درې کاله مخکې په بروکسل کې د خپلې سرمشریزې پر مهال ژمنه کړې وه چې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته به د ۲۰۲۴ میلادي کال تر اخره دوام ورکړي.
ناټو تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې هرکال د پنځه میلیارډه ډالرو مرستو ژمنه کړې وه چې د افغانستان د ماليې وزارت په وینا دا مرستې د افغان ځواکونو پر معاشونو او یوه برخه یې دې سرتیرو ته د مهماتو او تجهیزاتو په برابرولو لګول کېږي، خو د ناټو سرمنشي څلور ورځې مخکې په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره په ګډه خبري غونډه کې له افغان ځواکونو سره د اوږدمهاله مرستو د چمتو کولو د پلان خبره کړې وه او ویلي یې و چې د ناټو مرستې تر درېیو محورونو راڅرخي:
- لومړی افغان ځواکونو ته سلامشوره ورکول، د هغوی ظرفیتونه لوړول او د دې ځواکونو دوامداره مالي ملاتړ چمتول کول.
- دوهم د افغان ځانګړیو ځواکونو روزنې ته پاملرنه چې په بهر کې یې وروزي.
- او درېیم د کابل د هوایي ډګر د فعالیت په شمول د خدمتونو وړاندې کول.
ښاعلي سټولټنبرګ ویلي دي چې ناټو د دغو مرستو لپاره د بودجې د برابرولو او د پلان جوړولو په حال کې ده.
بل لور ته د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به د متحد ایالاتونو همکاري ادامه پيدا کړي، خو بڼه به یې نوې وي.
امریکا او ناټو په داسې وخت کې له افغان ځواکونو سره د مرستې ژمنې کوي چې د دغه تړون او امریکا ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي او نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو شمېر پوځي چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دي اخېستي خبر ورکړی چې نړیوال ځواکونه به ښایي د جولای تر نیمایي له افغانستانه ووځي، یعنې تقریباً دوه میاشتې تر کړې ژمنې مخکې به دا سرتیري افغانستان پریږدي.
د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن تېره میاشت ویلي و چې د سېپټمبر تر ۱۱مې به له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شي.