د فرانسې ابیرتور فیشر کمپنۍ ۳۹۰ ملیونه افغاني بانکنوټونه چاپوي

ارشیف، یو شمېر افغاني بانکنوټونه

ټاکل شوې ده چې د فرانسې ابیرتور فیشر کمپنۍ د افغانستان بانک لپاره ۳۹۰ ملیون قطعه افغاني بانکنوټونه چاپ کړي.

د افغانستان د ملي تدارکاتو ادارې له فرانسوي شرکت سره د افغاني بانکنوټونو د چاپ قرارداد منظور کړ.

د ملي تدارکاتو ادارې ویاند احمد رامین ایاز په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا افغانۍ به چې څه باندې ۱۵ ملیونه امریکايي ډالر پرې لګښت راځي، په ۹ میاشتو کې د افغانستان بانک ته وسپارل شي."

فرانسوي شرکت به د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو بانکنوټونه چاپ کړي.