واټس‌اپ ټیلیفوني اپلېکېشن د هندوستان حکومت پر ضد شکایت ثبت کړ

ارشیف، د واټس‌اپ نښان او یو کاروونکی

واټس‌اپ ټیلیفوني اپ د هندوستان د حکومت پر وړاندې د هغه قانون په خاطر شکایت ثبت کړی چې نن د چهارشنبې په ورځ عملي کېږي او له مخې يې د واټس‌اپ د کاروونکو شخصي معلومات ښايي نور پټ پاته نه‌شي.

د فېس‌بوک شرکت ټیلیفوني خدمات وړاندې کوونکي دغه اپلېکېشن په نوې ډېلي کې سترې محکمې ته قضیه ثبت کړې چې ګواکي په هند کې په رامنځته شویو نویو قوانینو کې یو یې د دې هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.

د دې نوي قانون له مخې د چارواکو پر غوښتنه د ټولنیزو شبکو شرکتونه اړ دي چې د دغو شبکو د کاروونکو په اړه معلومات ورکړي.

ارشیف، د واټس‌اپ نښان او یو شمېر کاروونکي

روېټرز خبري اژانس د هغو کسانو له قوله دا راپور ورکړی چې له دې قضیې خبر دي، خو د موضوع د حساسیت په خاطر یې د نوم نه‌ښودلو په شرط خبرې کړي.

که څه هم د دې قانون له مخې واټس‌اپ باید هغه کسان په ګوته کړي چې د کره معلوماتو له مخې په کومه ورانکاري تورن شوي وي، خو دغه شرکت وايي دا کار ورته د عملي کېدو وړ نه‌دی.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، واټس‌اپ ادارې ویلي چې د دوی پيغامونه او ټیلیفوني تماسونه د درېیمګړي له لوري نه‌شي تعقیبېدای او د دې کار لپاره به دوی مجبور وي د کاروونکو لپاره دا خدمت یا اسانتیا له‌منځه یوسي.

په هند کې ۴۰۰ ملیونه کسان واټس‌اپ کاروي. په دې اړه روېټرز په خپل راپور کې نه‌دي ویلي چې دا قضیه به څه وخت په محکمه کې وڅېړل شي.

ارشیف، د یوه هندي وګړي پر ځیرک ټیلیفون د هندوستان بیرغ

روېټرز په دې راپور کې ویلي چې د واټس‌اپ ادارې دوی ته د دې قضيې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

ویل کېږي دا قضیه د هند د صدراعظم نرېندرا مودي د حکومت او د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو لکه فېس‌بوک، ګوګل او ټويټر ترمنځ لانجې رامنځته کولای شي، خو هند په همدې حال کې د دغو شرکتونو لپاره یو له تر ټولو لویو مارکېټونو دی.