بادغیس کې ۵ افغان سرتېري د طالبانو یوه غلچکي برید کې ووژل شول

د افغانستان عمومي نقشه کې بادغیس ولایت

۵ افغان سرتېري په بادغیس ولایت کې د طالبانو په غلچکي برید کې وژل شوي دي.

د بادغیس والي حسام‌الدین شمس نن ازادي راډیو ته وویل، دا افغان سرتېري د قلعه نو-هرات د لویې لارې په اوږدو کې د خوشمل په سیمه کې وژل شوي دي.

د ښاغلي شمس په وینا په دې پېښه کې ۳ طالبان هم وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.

طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.