په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند وایي، هغه ادعاوې چې امریکا په پاکستان کې اډې جوړې کړي 'دروغ' دي.
سوني لاګېټ ازادي راډیو سره خبرو کې دا خبره د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو د مخکنیو څرګندونو پر بنسټ وکړه.
بل خوا پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم دا راپورونه رد کړي چې ګوندې د دغه هېواد په خاوره کې به امریکا پوځي اډې جوړې کړي.
ښاغلي قریشي د سې شنبې(د غبرګولي ۴مه) په ورځ د پاکستان پارلمان په مجلس کې وویل: "ځینو رسنیو خبر ورکړی چې پاکستان کې امریکایي اډې جوړېږي. زه تاسو ته په واضح الفاظو وایم چې دا خبر کاملاً بې بنسټه دی. دا فقط د عوامو غولول دي. عمران خان دوی ته وویل چې هېڅ کومه امریکايي اډه به د پاکستان په خاوره کې نه جوړېږي."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې هېچا ته به د دغه هېواد له خاورې د نظامي اهدافو د کارولو اجازه ور نه کړي.
قریشي زیاته کړه: "د ویکیلیکس خبر کاملاً بې بنسټه دی چې وایي، پاکستان د ډرون عملیاتو اجازه ورکړې. زموږ واضع ځواب دا وو چې هېڅ ډول ډرون فعالیت به د پاکستان په خاوره کې نه ترسره کېږي او دا زموږ د حکومت واضع پالیسي ده. زه د عمران خان په اجازه او د کابینې د پالیسي د اعلان پر بنسټ تاسو ته ډاډ درکوم چې پاکستان محفوظ دی."
دا په داسې حال کې ده چې په روانه میاشت کې یو شمېر لویدیځو او سیمه ییزو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګوندې امریکا له افغانستانه د پوځیانو له ایستلو وروسته په شااوخوا هېوادونو کې د پوځي شتون لپاره د اډو جوړولو په لټه کې دی.
په دې راپورونو کې د مرکزي اسیا او پاکستان یادونه د هغو هېوادونو په توګه شوې چې ښایي امریکا په کې پوځي شتون وغواړي.
دغه شان د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ډېوېډ هېلوي د تېرې شنبې په ورځ ګانګرس ته وویل، پاکستان دوی ته اجازه ورکړې چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ملاتړ لپاره د دوی هوایي او ځمکنۍ لار وکارول شي.
طالبانو هم په یوه تازه اعلامیه کې دغو راپورونو په اړه غبرګون ښودلی.
دغې ډلې ویلي چې په سیمه کې د پرديو ځواکونو شتون په افغانستان کې د جګړو او ناامنیو اصلي لامل دي.
په دې خبرپاڼه کې دغې ډلې له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د دوی پرضد نورو ته د هوایي او ځمکني حریم کارولو اجازه ور نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر دوام لري او ټاکل شوې د روان میلادي کال د سېپټمبر تر ۱۱مې نېټې پای ته ورسېږي.
متحده ایالاتو ټینګار کړی چې له دې هېواده د ځواکونو په ایستلو سره به له سیمې ونهوځي او په منځني ختیځ کې به په قوت حضور ولري.
د پنټاګون ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په سیمه کې به خپلو متحدانو ته د امریکا په ژمنو کې بدلون رانهشي.
وړاندې د دوشنبې په ورځ د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن د پاکستان له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې وې.
ازادي راډیو هڅه وکړه څو په دې اړه د افغانستان دفاع وزارت معلومات هم ولري، خو د دغه وزارت مرستیال ویاند په دې اړه خبرې ونه کړې.