ننګرهار چارواکي: طالبانو ته د ۳ نیم زره مرمیو لېږدونکی ونیول شو

نیول شوی کس نعمان نومیږي.

د ننګرهار چارواکي وسله والو طالبانو ته د ۳ نیم زره مرمیو د لېږدونکي د نیول کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته ویلي چې په ننګرهار کې د ملي امنیت مؤظفینو د دور بابا ولسوالۍ په ګړوکو سیمه کې د نعمان په نوم هغه تن ونیوه چې په فولډر موټر کې یې ۵ سوه فیره د پیکا او ۳ زره فیره د M4 مرمۍ د وسله والو طالبانو سرګروپ محمد ته لېږدولې.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، نعمان چې اصلاً د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی، په خپل جرم یې اعتراف کړی او دمګړۍ د څېړنو لاندې دی.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.