په افغانستان کې د کونځلو توليدات زيات شوي دي.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه (د غبرګولي په ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد په کچه څه ناڅه ٤٢ زره ټنه کونځلي توليد شوي دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو او احصايې رياست شمېرني ښيي چې د تېرکال په بهير کې په ټول هېواد کې له ٦٥ زره هکټاره ځمکې څخه ٨٥٥ ټنه کونځلې توليد شوي دي.
پخوا تر دې د کونځلو تولید ٦٥٥ ټنه ښودل شوی.
د کونځلو زياتره کروندې په فارياب، جوزجان، سرپل، بلخ ، سمنګانو، کندز، تخار، بغلان او هلمند ولايتونو کې دي.
له دغه بوټي د غوړيو د برابرولو او پوستکي په سلامتيا کې کار اخېستل کېږي او د شکرې ناروغۍ په مخنيوي کې هم زيات ګټور دى.