دفاع وزارت: فراه کې د طالبانو د نشه يي توکو فابریکه ویجاړه شوه

فراه کې د نشه يي توکو فابریکه ویجاړه شوه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په فراه ولایت کې یې د مخدرو موادو د یوې فابریکې یا لابراتوار په ویجاړولو سره په دې ولایت کې د طالبانو د عاید یوه سرچینه وچه کړه.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل، د تېرې شپې په عملیاتو کې په بکواه ولسوالۍ کې د طالبانو سلګونه کیلو مخدره مواد له منځه یووړل شول.

دی وايي: "د کومانډو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو ډېره اندازه مخدر مواد تخریب او وسوځول شول. دا لابراتوار د طالبانو د عاید یوه سرچینه وه."

طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.