بلېنکن: ډاډه نه یم چې ایران به اټمي هوکړه کې خپلو ژمنو ته راوګرځي

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، لا هم ډاډه نه دی چې ایران دې په اټمي موافقه کې خپلو ژمنو ته راوګرځي.

ده پرون سې شنبه (د غبرګولي ۴مه) ماښام په اسراییل کې یوې خبري غونډې ته وویل، امریکا او اسراییل یو هدف تعقیبوي او هغه دا دی چې ایران باید اټمي وسله ترلاسه نه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدا راز وویل، تر اوسه پورې په ویانا کې پنځه پړاوه خبرې شوي، خو لا هم څرګنده نه ده چې ایران د هغو ژمنو عملي کولو ته تیار دی چې په اټمي موافقه کې یې منلې وې.